انصار: (د لړم ۲۲ مه)، پاکستان وايي، قانوني یا اسناد لرونکي افغان کډوال د روان ۲۰۲۳ تر پایه په زوره له خپلې خاورې نه باسي خو د هغو کډوالو له ایستلو به لاس وا نه اخلي چې بې اسناده دي.
پاکستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د بشري حقونو په شمول نړیوالو له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکې وکړې. د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال یو شان نیولي، ځورولي او له خپلې خاورې په زوره ایستلي دي.
پاکستان بې له دې چې د بشري حقونو انتقادونو ته پام وکړي، پرون وویل:«د پاکستان حکومت خوشاله دی چې د کارت لرونکو یا اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسیدو موده د روان ۲۰۲۳ د دسمبر تر ۳۱ پورې اوږدوي.»
خو له دې سره سره په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی د پاکستان د دې اعلان هرکلی وکړ.
د کډوالو لویه کمیشنري هیله لري چې د اوس لپاره به د پاکستان امنیتي ځواکونه د اسناد لرونکو افغان کډوالو ځورونې ودرېږي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې بې اسناده افغان کډوالو ته اعلان وکړ چې د نوومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي. پاکستان تراوسه پورې تر ۳ لکه ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28429